اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان په ټاكنو كښې د ټګۍ پلټنو په اړه د حكومت نيت باك دے۔وزيراعظم عمران خان په وړومبۍ ورځ وئېلي وو په ټاكنو كښې د ټګۍ په اړه د مخالفې ډلې ګيلې لرې كولو له چمتو يو۔د عمران خان د اعلان نه پس حكومت په عملي توګه په وړومبۍ غونډه كښې د بدلون بل وړاندې كړو او د پلټنو په اړه يې كار پېل كړو۔د شورو په ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل ۔د عمران خان د اعلان نه پس حكومت په عملي توګه په وړومبۍ غونډه كښې د بدلون بل وړاندې كړو او د پلټنو په اړه يې كار پېل كړې۔ده ووئيل په ټاكنو كښې د ټګۍ په اړه پلټنو له د پارلماني لارښودو سره خبرې شوي ۔دا ترسره شوې د آئين ترمخه كوم سفارشات چې راشي په هغې به عمل كولې شي۔ده ووئيل د پلټنو پارلماني كمېټۍ كښې به د برابرۍ په بنياد نمائندګي وركولې شي