اسلام آباد ۔ 29 اګست (اے پی پی) د پبلک اکاؤنټس کمېټۍ ذېلی کمېټۍ د آډیټر جنرل لخوا د پېټرولیم ډویژن آډټ راپور 2015-16ء كښې د 124 اربه څخه د زياتو روپو د بې قاعدګو په ګوته كېدو نه پس يوازې د 7 اربه 48 كروړه روپو په ريكوري د اندېښنې څرګندونې سره د معاملې د بيا جاج اخستو امر كړې او سي ډي اے ته د وفاقي اردو پوهنتون د نوي كېمپس جوړولو په لړ كښې د اېن او سي پشمول د ټولو ضابطو كارروائۍ په دوو مياشتو كښې د پشپړولو او په كال 2009ء كښې دې لپاره د 80 كناله مزكې اخستلو كښې د رامخې ته شوو بې ضابطګيو ذمه وارو ښودلو سره په دوه مياشتو كښې د راپور جمع كولو سپارښتنه كړې ده۔ د پېلك اكاؤنټس كمېټۍ غونډه د كمېټۍ کنوینر سناتورې شېري رحمن په مشرۍ كښې پارلېمنټ هاؤس كښې اوشوه۔ غونډه كښې د كمېټۍ غړو په شمول د اړوندو سركاري ادارو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ غونډه كښې د ائر اېجوکېشن کمېشن او پېټرولیم ډویژن 2015-16ء آډټ اعتراضات جاج واخستې شو۔ د هائر ايجوكېشن آډټ راپور جاج اخستو سره آډټ چارواكو پي اے سي ته ووئيل په كال 2009ء كښې د وفاقي اردو پوهنتون كېمپس له د 80 کناله مزكې اخستلو كښې بې ضابطګي رامخې ته شوې او نه سي ډي اے څخه اېن او سي اخستلې شوې او نه د كابينې نه د سمرۍ منظوري اخستې شوې ۔ د لوړو زده كړو كمېشن لنډ مهاله اي ډي محمد افضل ووئيل د وفاقي اردو پوهنتون وائس چانسلر ډاكټر سید الطاف حسېن ووئيل په کری روډ 80 کنال مزكه په كال 2008-09ء كښې اخستلې شوې۔ پوهنتون يوه خپلواكه اداره ده۔ د دې مزكې اخستلو په لړ كښې پوهنتون د سېنېټ او سنډيكېټ مجاز اتھارټي لري۔ مونږ ددې منظوري مجاز