اسلام آباد 20 دسمبر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د مسلم ليګ(ن)او پيپلز ګوند پشمول ټولو سياسي ګوندونو ته د سوئېلي پنجاب صوبې جوړولو لپاره د سياسي اتفاق پېدا كولو بلنه وركړې او وئېلې يې دي تر څو چې سوئېلي پنجاب جلا صوبه نه وي جوړه ٬د پي ټي آئي حكومت د سوئېلي پنجاب اولس ته د اختياراتو منتقلۍ لپاره د راتلونكي مالي كال په پېل كېدو د سېكرټرېټ جوړولو اراده لري او په پي اېس ډي پي كښې به د سوئېلي پنجاب پرمختګ لپاره جلا فنډ بېلولې شي۔د زيارت پھ ورځ په قامي اسمبلۍ كښې پالېسي بيان وركولو سره خارجه وزير شاه محمود قرېشي وووئيل پھ ايوان كښې د مخالفې ډلې مشر د سوئېلي پنجاب صوبې په مسئله خپل نظر وړاندې كړو او وئېلې يې دي هغه وړاندې تګ لپاره چمتو دې۔ ده ووئېل سيد خورشيد شاه هم د سوئېلي پنجاب صوبې د ملاتړ اعلان كړې۔ده ووئيل پاكستان تحريك انصاف په دې معامله د وړاندې نه واضحه دريځ لري او دا زمونږ د منشور برخه ده٬دا ډېره پخوانۍ مسئله ده۔ ده ووئېل پنجاب په دې لړ كښې تقسيم دے ٬د سوئېلي پنجاب اولس د 1970 نه خپلې صوبې لپاره غږ پورته كوي٬د اتلسم بدلون نه پس يو قانوني بدلون راغلې۔ده ووئيل كه سياسي اتفاق پیدا شي نو مونږ مخ په وړاندې تللې شوو او دا مسئله د ايګزېكټو آرډر له مخې نه شي حل كېدې