اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير سناتور مشاهدالله خان وئيلي دي چې په زهرجو ګازونو قابو موندلو لپاره به پاكستان نړيوالو هېوادونو سره مرسته روانه ساتي٬ پاكستان د هغو هېوادونو په لسټ كښې په وړومبي صف كښې دے كوم چې د زهرجنو ګازونو په ماحول كښې د اخراج په مخنيوي كښې خپل كردار ترسره كوي۔ ده دا خبرې د كاناډا په مونټوريا ښار كښې د ملګرو ملتون?? د ??احولياتي پروګرام له مخې د نړيوالو وزيرانو يوې غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې دوه ورځنې غونډه كښې د 197 هېوادونو وزيرانو٬ حكومتي پلاوو او د غېرسركاري ??دا???? د ??احولياتو پوهانو٬ سائنسدانانو او څېړنكارو ګډون وكړو۔ وفاقي وزير غونډې ته ووئيل چې په زهرجو ګازونو قابو موندلو لپاره به پاكستان نړيوالو هېوادونو سره مرسته روانه ساتي او په دې لړ كښ?? به خپل كردار ترسره كوي۔