اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) پاكستان د هندي قابض پوځ په چيري كوټ سېكټر كښې ??ه اېل ??و سي د ډز بندۍ د خلاف ورزۍ غندنه كولو سره د جمعې په ورځ د هند هائي كمش??ر جي پي سنګه خارجه دفتر ته رابللې او ورته په ناتارا ډزو كولو ورته سخت احتجاج كړې دې ٬ تېره ورځ د چيري كوټ په چافر كلي كښې ??ه جنازه د ډزو په مهال دوه كسان شهيدان او 4 ټپيان شوي دي ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې سوئيلي آسيا او سارك لپاره ډائرېكټر جنرل د جمعې په ورځ د هند دوهم هائي كمش??ر جے پي سنګه رابللو سره ھغه ته احتجاجي مراسله وركړه۔ د خارجه دفتر وېنا ده د ضبط او تحمل د غوښتنې باوج??د د هند لخوا د جنګ بندۍ پرله پسې خلاف ورزۍ روانې دي۔ خارجه دفتر وئيلي دي هند سږ كال تر اوسه په كنټرول لائن او وركنګ باٶنډري د 1300 نه زياته د جنګ بندۍ خلاف ورزۍ كړې چې په نتيجه كښې ئې 54 كسان شهيدان او 174 ژوبل شوي دي۔ د خارجه دفتر ووئيل بې ګناه وګړي قصداً په نښه كول يو ناوړه ٬ د انساني وقار او د بشري حقونو لپاره د نړيوال قوانين په ضد اقدام دے۔ په هند زور رواړلې شوې چې ھغه د ډز بندۍ د لوظنامې پالنه وكړې او خپل ځواكونه د ډز بندۍ د لوظنامې پاللو پابند كړي۔