اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) په پاكستان كښې د اېران سفير مهدي هنر دوست وئيلي دي چې د كال 2016م په مهال د پاكستان او اېران دوه اړخيزه تجارت 31 فيصده زيات شوے۔ كاروباري خلقو سره په خبرو كښې د اېران سفير مهدي هنردوست ووئيل چې د ګاونډي هېوادونو سره د تجارت د شته موقعو څخه پوره استفاده نه كېږي٬ خو بيا هم پرله پسې به??ري روانه ده۔ ده ووئيل چې د پاكستان او اېران ترمېنځه د تجارتي پلاوو تګ را??ګ سره شريك تجارت وده كولې شي۔ ده ووئيل چې د منطقې هېوادونه په خپلو كښې روابط زياتولو سره د ترهګرې٬ انساني او د نشه اي توكو د قاچاق پشان شريكو مسئلو قابو موندلې شي۔ ده ووئيل چې اېران پاكستان سره تجارت زياتول غ??اړي او په دې لړ اقدامات كولې شي۔