اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) وزيرا??ظم شاهد خاقان عباسي د جمهوريه انډو??ېز??ا اولس مشر جوكو وېدودو په وزيرا??ظم هاؤس اسلام آباد كښې تود هركلې وكړو۔ وزيرا??ظم هاؤس ته په رارسېدو د اولس مشر وېدودو ته د وسله والو ځواكونو چټك ډلې سلامي وكړه۔ د خبرو اترو نه پس د وزيرا??ظم شاهد خاقان عباسي او د اولس مشر وېدودو په مېنځ كښې د پلاوو په كچه په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوشې په نړيوالو او سيمه ايزو چارو تفصيلي خبرې وشوې۔ دواړو مشرانو د دې خبرې پخلې وكړو چې د پاكستان او انډو??ېز??ا اولس ترمېنځه سياسي ٬ كلتوري٬ مذهبي اړيكې دي او دوي جمهوري اقدارو لپاره احترام لري۔ د اسلامي نړۍ د لويو هېوادونو په حېث دواړو هېوادونو پرمختګ٬ خوشحالې٬ استحكام٬ سلامتيا او سيمه ايزې سلامتيا لپاره د يو موټې اوسېدو پخلې وكړو۔ دواړو هېوادونو د دفاع او امنيتي مرستې په لا مستحكم ??ولو او د ترهګرې په ضد د مرستې په زياتولو اتفاق وكړو۔ وزيرا??ظم شاهد خاقان عباسي اولس مشر وېدودو د ترهګرې خاتمې لپاره د پاكستان د هڅو نه خبر كړو۔ دواړو مشرانو د تجارتي توازن په بهتر كولو هم اتفاق وكړو او په دې سلا راغله چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت زياتولو پراخا موقعې موجود دي٬ بايد دې څخه استفاده وكړې شي۔ دواړو مشرانو په ګڼ اړخيزه فورمونو د مرستې په اهميت زور راوړو۔ د انډو??ېز??ا اولس مشر آسيان سره فل ډائيلاګ پارټنرشپ لپاره د پاكستان د هڅو د ملاتړ پخلې هم وكړو۔ انډو??ېز??ا بحرهند رم رم (RIM) اېسوي اېشن لپاره د پاكستان د بشپړه ملاتړ كولو باور هم وركړو۔ وزيرا??ظم شاهد خاقان عباسي اولس مشر وېدودو د چين پاكستان اقتصادي لارې پروژې له مخې سيمه ايزو روابطو او پرمختګ لپاره د پاكستان د هڅو نه هم خبر كړو۔ ده ووئيل چې د انډو??ېز??ا كاروباري خلق د سي پېك له مخې د سرمايه كارې د موقعو څخه استفاده كولې شي۔ وزیرا??ظم شاهد خاقان عباسي اولس مشر وېدودو په افغانستان كښې امن او مصالحت لپاره د پاكستان د هڅو په اړه خبر كړو۔ ده په دې لړ كښې د انډو??ېز??ا د مرستې د وړاندېز ستائنه هم وكړه۔ وزيرا??ظم هغه هند سره د ټولو مسئلو حل لپاره د پاكستان لخوا د شويو اقداماتو نه هم خبر كړو۔ ده په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په بدتره صورتحال هم رڼا واچوله۔ د خبرو اترو نه پس وزيرا??ظم شاهد خاقان عباسي او اولس مشر جوكو وېدودو د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تفاهم د يادښتونو د لاسليك په دستوره كښې ګډون وكړو۔ د تفاهم په دې يادښتونو كښې د انډو??ېز??ا څخه د اېل اېن جي او د پېټروليم مصنوعاتو راوړل٬ تجارتي اسانيې٬ 20 نوي ټېرف لائنز لپاره د ترجيحي تجارتي لوظنامې لاسليك او د فارن سروس اكېډمې او د انډو??ېز??ا د تعليم او تربيې مركز ترمېنځه د تفاهم يادښتونه شامل دي۔﴿