اسلام آباد 26 جنوري(اے پي پي) د پاك بحریې بېړۍ پي اېن اېس نصر او پي اېن اېس خېبر د كينيا بندر ځائ او د دارالسلام بندر ځائ دو??ه كړې۔ د پاك بحريې دا بېړۍ د ختيز افريقائي هېوادونو او بحرهند د جزيره نما هېوادونو په خېر سګالي او د تربيې په دو??ې دي۔ د دې خېر سګالۍ او تربيې دو??ې مقصد ختيز افريقه كښې دو??ت هېوادونو او د پاكستان ترمېنځه د دو??تانه اړيكو لا ښه كولو او د پاكستان حكومت د خارجه پاليسۍ مقاصد ترلاسه كولو كښې كردار لوبوي۔ دې مقاصدو لپاره د پاك بحريې بېړو په دې وروستيو كښې د سېشلز بندرځائې وكټوريا او د مارېشېئس بندر ځائ لوئس دو??ې كړې دي۔ د تنزانیه او د کینیا بندرځايونو ته په رسېدو د كوربه بحريې ځواكونو د بېړو تود هركلے كړې۔ تنزانیه كښې د پاكستان هائي كمېسون عملې د پي اېن اېس خېبر هرك??ے وكړو۔ د كينيا نېوي ډلې د روايتي كوربتون په ډول د پي اېن اېس نصر هركلے كړې او په سوئيلي افريقه كښې د پاكستان دفاعي صلاحكار او د هاېي كمېسون نېروبي عمله هم په دې موقع موجود وه۔ د ممباسا بندرځائ دو??ې په مهال د پاك بحريې مشن كمانډر ٬ كموډور جاوېد اقبال د پي اېن اېس نصر كمانډنګ افسر سره د كينيا كمانډر بېس مټونګوے برېګېډېئر وي اېل نائيشو٬ د ممابسا ګورنر حسن علي جوهو او كنټري كمشنر ايون اچوكي سره ملاقات??نه كړې۔ د پي اېن اېس خېبر كمانډنګ افسر په تنزانيه كښې بېلا بېلو اعلٰی چارواكو سره ملاقات??نه كړې۔ چې په كښې د تنزاينه پيپل ډيفنس فورس مشر ٬ جنرال کیویو، د تنزايه نېوي کمانډر ، ریئر اېډمرل رچرډ متایوبا او د تنزانیه پیپل ډیفنس فورسز لنډمهاله چيف آف اپرېښسز اېنډ ترېننګ برېګېډيېر جنرال اېچ اېس کمندے شامل وو