هرات 23 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي د تاپي ګيس پروژې په نتيجه كښې به د ??نط??ې د كروړونو اولس د اقت??اد?? او سماجي حالت ښه والي له مرسته ترلاسه شي٬د ??نط??ې د امن په وده كښې به هم مهم كردار لري٬د تاپي پائپ ل??ئن او دې سره د تړلو نورو پروژو په نتيجه كښې به د غړو هېوادونو ترمينځه تاريخي اړيكې لا قوي شي٬د پاكستاني حكومت او اولس نه زيات بل څوك هم په افغانستان كښې امن او استحكام نه غواړي٬پاكستان په ??نط??ه كښې د امن او پرمختګ علمبردار دے۔د جمعې په ورځ د لوېديز افغانستان په تاريخي هرات ښار كښې د تركمانستان۔افغانستان۔پاكستان۔هند د ګاز پائپ ل??ئن پروژې تاپي له مخې د برېښنا٬آپټك فائبر او د نورو پروژو د بنياد تېګې اېښودو دستورې ته د وېنا كولو په مهال وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل په نننۍ دستوره كښې ګډون كول زما لپاره د اعزاز خبره ده٬زه د افغان اولس مشر هم مننه كوم چا چې د پروژې په پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كړو۔وزيراعظم ووئيل د تركمانستان اولس مشر قربان ګل بردي محمدوف د ګاز پائپ ل??ئن چې كوم تصور وړاندې كړې ؤ هغه اوس د توان په لوري ګرځي۔په دې لاره كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ٬ اقت??اد?? زون٬برېښنا او رابطو نورې پروژې هم شاملې شوي۔دا تاريخي منصوبې چې ورسره به د ??نط??ې د كروړونو اولس د اقت??اد?? او سماجي حالت بهترۍ له مرسته تر لاسه شي او په ??نط??ه كښې به د امن وده كښې هم مهم كردار ولري۔وزيراعظم ووئيل دا پروژه به د غړو هېوادونو ترمينځه تاريخي اړيكې لا قوي كړي۔ده د پاكستاني حكومت او اولس لخوا د دې پروژې په ترسره كولو كښې د هر ډول آسانيو او د مرستې لپاره د عزم څرګندونه وكړه۔وزيراعظم افغان اولس مشر په اردو ژبه مخاطب كولو سره ووئيل د پاكستان حكومت او اولس په افغانستان كښې امن٬استحكام او پرمختګ لپاره پوخ عزم لري۔مونږ په ??نط??ه كښې امن٬استحكام او پرمختګ لپاره پوخ عزم لرو۔زه افغان اولس ته وئېل غواړم چې ستاسو بريا زمونږ بريا ده۔ستاسو پرمختګ زمونږ پرمختګ دے او په افغانستان كښې امن په پاكستان كښې د امن برابر دے۔ده ووئيل هرات سره تعلق لرونكي جلال الدين رومي د امن پیغام وركړې٬مونږ ته د امن٬پرمختګ او خوشحالۍ د دغې پیغام خپرولو ضرورت دے۔