اسلام آباد ۔ 22 مارچ (اے پی پی) د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف لور مريم نواز وئيلي دي زما د مور بله سرجري كېدونكې ده او محمد نواز شريف بايد هغې سره وي۔ دې لپاره ئې استثنیٰ غوښتلې۔ د زيارت په ورځ احتساب عدالت ته د وړاندې كېدو په مهال خبريالانو سره خبرو كښې دې ووئيل د استثنیٰ په خواست پرېكړه عدالت له كول دي۔ زه په دې اړه ??ېڅ وئيلې نه شم۔ كله چې زما وكيل خواست جمع كړو نو نېب چارواكو ووئيل ضروري نه ده چې ټوله كورنۍ دې هلته وي۔ دې ووئيل زه دا ضرور وئيلې شم چې خدائے دے نه كړي په چا بيماري راشي ولې چې د چا مور يا كورودانې رنځوره وي نو ياد دې وساتي داسې چا سره هم كېدې شي۔ دې ووئيل د بېګم کلثوم نواز 6 کې??وز شوي ولې ناروغتيا ئې بيا زياته شوې۔ مريم نواز ووئيل ډاكټر صاحبان د نواز شريف انتظار كوي ده ته ډاكټر ځي??ې آپشن وركړي چ?? سرجري دې وكړې شي يا 5 اوونيو له دې رېډيو تھراپي وكړې شي۔ دې پرېكړې لپاره ډاكټر سره ليدل ضروري دي ځكه ئې هلته تلو له استثنیٰ غوښتلې