اسلام آباد ۔ 25 مارچ (اے پی پی) اولس ??شر ممنون حسېن وئيلي دي د پاكستان ورځې پرېډ د پاك پوځ د غوره نظم وضبط او پېشه ور صلاحيت عكاس و۔ ددې جذبې او تګلارې څرګندونه بايد په ټولو ??ارو كښې وي۔ ولې چې يو طاقتور او جمهوري هېواد هم مضبوط هېواد كېدې شي۔ اولس ??شر دا خبره د پاكستان ورځی پرېډ كښې شريك افسرانو او ځوانانو ته خطاب كښې وكړه۔ اولس ??شر په دې مهال د غوره كاركردكۍ څرګندونه كوؤنكو كښې انعامونه هم ووېشل۔ اولس ??شر ووئيل په دې زړه پورې دستوره كښې ما لپاره ګډون د خوشحالۍ سوب دے۔ اولس ??شر ووئيل په پرېډ كښې د تركيه ٬ اردن ٬ عرب امارات ډلو ??ډون زمونږ خوشحالۍ يو په دوه كړې۔ دې څخه دا ثابتېږي چې زمونږ ملګري په هر سخت او آسان وخت كښې مونږ سر ولاړ پاتې شوي دي۔ اولس ??شر خپل خطاب كښې ووئيل د ترهګرۍ ختمولو په لړ كښې وسله والو ??واكونو او د ګران هېواد كومو ادارو چې د مړانې كردار تر??ره كړې په دې زه ټولو ته يو وارې بيا مباركي وايم۔ اولس ??شر ووئيل ګران هېواد كښې د امن بحالۍ او د ګران هېواد د وګړو ساتنې له تاسو چې څومره قربانۍ ور??ړې دي تاريخ كښې به په زرينو ټكو ليكلې شي او اولس ته به تاسو وياړ وي۔ ده ووئيل وسله والو ??واكونو پاكستان جوړېدو څخه تر دې دمه په بېلو محاذونو جنګونو كښې ??ره د كمو مادي وسائلو دښمن ته ماتې ور??ړې۔ دا كاميابي د اخلاص او هېواد ??ره د اعلی مينې جذبې څخه غېر ممكن نه وه۔ ده وئيل د نظم وضبط او ايثار او قربانۍ ??ره دغسې خپل فرض تر??ره كوۍ ددې په نتيجه كښې يو طاقتور او جمهوري هېواد به په خپلو ټولو مسئلو قابو موندلو ??ره يو مضبوط هېواد جوړ شي۔