کوئټه 07 اپریل ( اے پی پی ) وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی په يوه ورځنۍ دوره د خالي پھ ورځ بلوچستان ته رسيدلې دے، وفاقی وزیر میر حاصل خا ن بزنجو او نور ??فاقی وزیران هم د وزیراعظم سره ؤ ۔ د کوئټې په هوائي ميدان د بلوچستان وزیراعلیٰ میر عبدالقدوس بزنجو ،صوبائی وزیر میر عاصم کرد ګیل??، د صوبائی اسمبلۍ غړو ، د بلوچست??ن چیف سیکتر اورنګزیب حق ،د پوليس انسپکټر جنرل معظم جاہ انصاری، د كوئټې پوليس ډی آئی جی عبدالرزاق چیمه او نورو اعلیٰ آفسرانو د وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی هركلے وكړو ۔ په دې مهال د امنيت خاص انتظامات شوې ؤ،وزیراعظم شاهد خاقان عباسی به خاران كښې د بيلو سکیمونو پرانستې نه علاوه یک مچ خاران سترې لارې د بنياد تيګه هم ږدي۔