اسلام آباد۔10جنوري (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزیر جام کمال خان په سیئول كښې د ماسخوتن يوې خاص مېلمستيا اهتمام وكړو چې پكښې نوموړو د کوریا کاروباري شخصیات، سرمایه کارو او د پاکستان ډونرز بللے شوي وو۔ د جمعې په ورځ د جاري اعلامیه تر مخه دا مېلمستيا د سوئېلي كوريا درې ورځنۍ سرکاري دورې برخه وه ٬ د كومې مقصد چې د دواړو هېوادونو تر مينځه تجارتي او د سرمایه کارۍ اړيكو له وده وركول دي ۔ دستورې ته خطاب كښې وفاقي وزیر جام کمال خان پاکستان كښې په شته د سرمایه کارۍ په پراخه موقعو رڼا واچوله ٬ په خاص توګه فوډ او د ایګریکلچر، ټیکنالوجي ، آئي ټي او د معدنیات څانګو كښې سرمایه کاري او اسانيو په اړه ګدون كوونكې خبر كړے شول ۔ ده ?? پاکستان آزاد سرمایه کارۍ نظام او د نړيوالو کاروباري ادارو لپاره د هېواد په سټریټجک اهمیت زور راوړو ۔وفاقي وزیر کورین سرمایه کارو ته لاهور كښې د 26 نه تر 28 فروري 2025 په تابيا كېدونكې فوډ ایاګزیبیشن كښې د ګډون بلنه هم وركړه ۔ ده ووئ??ل دا نندارتون د کوریا کاروباري ادارو ته ?? پاکستان متحرک فوډ او ایګریکلچر مارکیټ كښې مم??نه مرسته او د سرمایه کارۍ موقعو لټولو موقع وركوي ۔ده ووئ??ل د نن دا مېلمستيا پاکستان او د کوریا د مضبوطو اړيكو د جشن نمانځلو او د ژورې اقتصادي شراکت دارۍ ودې لپاره زمونږ د عزم تجدید دے۔ د دې نه وراندې په 9 جنوري وفاقي وزیر جام کمال خان او د سوئېلي كوريا د تجارت وزیر انکیو چیونګ د معاشي شراکت دارۍ په لوظنامه (اي پي اے) په رسمي توګه خبرې پېل كړي ۔ د لوظنامې مقصد د دوه اړخيزه تجارت پټ صلاحیت رامخې ته کول ، د کاروباري كسانو لپاره موقعې پیدا کول او مختلف څانګو كښې اقتصادي مرسته مضبوطول دي ۔جام کمال خان ووئ??ل دا خبرې اترې ?? پاکستان او سوئېلي کوریا تر مينځه سټریټجک معاشي مرستې له د يو نوي دور پېل به ثابت شي۔